له نږدې ۳۵ ورځو راهیسې د هرات، غور او بادغیس ولایتونو ښوونکو کاري اعتصاب پیل کړی چې تر اوسه دوام لري او ښوونکي ټولګیو ته د درس لپاره نه ورځي. ښووکي وایي تر هغه چې یې معاش نه وي لوړ شوی خپل اعتصاب ته به دوام ورکړي. دوی وايي په شپږنیم زره افغانیو معاش یې د ژوند اړتیاوې نه پوره کېږي او ورسره کړې وعدې هم نه دي پوره شوي. بلخوا د هرات د پوهنې رییس روح الله ازهد وايي، چې د ښوونکو اعتصاب د زده کوونکو لپاره ډېرې ستونزې رامنځته کړي ښوونکي ټولګیو ته نه ورځي، هغه زده کوونکي چې سږ کال د کانکور ازموینه لري هغوی له ستونزو سره مخ کېږي او له بلې خوا د لومړنیو ټولګیو د زده کوونکو درس بیا نه جبرانیږي نو ځکه باید ژر تر ژره دا اعتصاب پای ته ورسېږي.




































