د زابل په شهر صفا ولسوالۍ کې د ملي اردو یوې چورلکې بېړنۍ ناسته کړې ده. د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال وايي، چورلکې د تخنیکي ستونزې له امله بېړنۍ ناسته کړې ده. د سیال په خبره سیمې ته د ملي اردو ځواکونه رسېدلي او د الوتکې عملې ته کوم زیان نه دی اوښتی. بلخوا طالبانو ادعا کړې چې چورلکه دوی وېشتې او را نسکوره کړې یې ده. طالبانو په دغه پېښه کې د الوتکې عملې ته د اوښتې مرګ ژوبلې اړه څه نه دي ویلي.




































