وسله والو طالبانو د افغان حکومت د هغه ګام ستاینه کړې چې له مخې به یې د هېواد له زندانونو ۸۸۷ طالب بندیان ازادېږي. د وسله والو طالبانو له لوري رسنیو ته په استول شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې په یادو ۸۸۷ بندیانو کې ۲۶۱ هغه کسان دي چې په اسلامي امارت پورې اړوند دي او پاتې نورهغه ملکي وګړي دي چې د چاپو او نورو عملیاتو پر مهال د طالبانو په نوم نیول شوي دي. ولسمشر غني د کوچني اختر په ورځ اعلان وکړ، چې د هېواد له زندانونو څخه به د ۸۸۷ په شاوخوا کې طالب بندیان ازاد کړي.




































