په کابل کې د امریکا سفیر جان بس د افغان د حکومت له لوري د طالبانو د یو شمېر بندیانو د خوشې کېدو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې حکومت د جوړ جاړي لپاره د سیاسي فضا د برابرولو هڅې کوي. جان بس پر ټوېټر لیکلي چې دایمي سوله له ټولو خواوو عفوې ته اړتیا لري. خو د جان بس ویلي، چې د طالبانو له زندانونو بندیان نه خوشې کېږي، بلکې د افغانستان امنیتي ځواکونه یې په پوځي عملیاتو کې خوشې کوي. د امریکا سفیر افغان امنیتي ځواکونه ستایلي چې په وروستیو کې یې سلګونه افغانان له زندانونو ازاد کړي دي. پر همدې مهال وسله والو طالبانو ویلي چې د افغان حکومت له لوري د زندانیانو په ۸۸۷ کسیز لېست کې چې خوشې کېږي، یوازې ۲۶۱ تنه د دوی زندانیان دي. طالبان د دې بهیر د دوام غوښتنه کړې.




































