د ننګرهار ګمرک رياست چارواکي وايي، د دغه ولايت په تورخم ښارګوټي کې هغه پلټونکی Scanner ماشين چې له څو کلونو راهيسې د تخنيکي ستونزو له امله له کاره لوېدلی و ډېر ژر به يې د ترميم چارې پيل شي. د دغه ماشين غير فعالېدو خلکو ته بېلابېلې اندېښنې پيدا کړي او نيوکه کوي چې دا ماشين په لوی لاس خراب شوی. د ننګرهار د ولایتي شورا يو شمېر غړي تور پورې کوي، چې چارواکو په لوی لاس دا پلټونکی ماشین د فساد د دوام لپاره له کاره غورځولی؛ خو مسوولین وايي چې ماشین له تېرو څو کلونو راهيسې تخنيکي ستونزه پيدا کړې او وزارت سره يې ستونزه شريکه کړې ده. د ننګرهار د ولایتي شورا غړی اجمل عمر وايي، که څه هم د دې ماشين په نصبېدو سره شفافيت رامنځته او د قاچاق مخه نيول کېدای شوه، خو د يو شمېر مسوولينو ګټې ورسره په خطر کې وې. د ننګرهار ګمرک رییس وايي، د امریکا سفارت د دغه سکېنر د نصب په پار له یوې بهرنۍ کمپنۍ سره قرارداد کړی و چې هغوی یوازې ددغه سکېنر د کارولو لپاره کسان روزلي وو، خو په مسلکي ډول پرې نه پوهېدل. هغه زیاتوي، اوس په دې هڅه کې دي چې له یوې بلې کمپنۍ سره قرارداد لاسلیک او دغه Scanner له سره فعال کړي. د ګمرک رييس وايي، د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري يې ډاډ تر لاسه کړی چې نږدې څو اوونيو کې به د تورخم سکېنر ماشين بېرته ورغول شي.