د جرمني رسنیو د راپورونو له مخې په اروپایي هېوادونو کې د افغان کډوالو په شمېر کې ۳۶ سلنه زیاتوالی راغلی دی. د فونکه مډیان په نوم جرمني رسنۍ د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو د میاشتنیو معلوماتو له مخې په خپل راپور کې ویلي، د روان میلادي کال له پيله تر اوسه دوه لکه او شپږ زره او پنځه سوه تنه افغانانو د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې د پناه غوښتنه کړې ده. راپور وايي چې دغه شمېر د تېر کال همدې مودې ته په کتو په اروپایي هېوادنو کې د پناه غوښتونکو افغانانو په شمېر کې ۳۶ سلنه زیاتوالی ښيي. په ورته وخت کې د هېواد د کډوالو چارو وزارت چارواکي که څه هم په دې اړه کره معلومات نه لري خو زیاتوي، ښایي په ایران کې مېشتو افغان کډوالو په اروپايي هېوادونو کې د پناه اخیستلو غوښتنه کړې وي.