د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته ډیموکراټ نوماند پیټ بتیجیج وایي، د افغانستان اوږده جګړه باید ختمه شي. د نیویارک ټایمز د راپور له مخې نوموړي د امریکا اوسنیو واکمنانو ته په خطاب کې ویلي چې د افغانستان اوږده جګړه باید نور ختمه کړي. ۳۷ کلن پیټ چې اووه میاشتې یې په افغانستان کې عسکري کړې وایي، ددې جګړې سخت مخالف دی او ټینګار کوي چې دغې بې ګټې جګړې ته نور باید د پای ټکی کېښودل شي. نوموړي پر ټرمپ نیوکه کړې چې د افغان شخړې د ختمولو ژمنې کوي خو عمل یې ورباندې نه دی کړی. پیټ د امریکا پر کانګرس هم غږ کړی دی چې د ټرمپ د جګړې کولو صلاحیتونه دې لغوه کړي.




































