د سولې شورا یو شمېر غړي له حکومته غوښتنه کوي چې ژر دې له طالبانو سره د سولې مذاکره کوونکی پلاوی وټاکي. د دې شورا د رهبري پلاوي غړی، قاضي محمد امین وقاد وایي، د سولې مذاکراتو ته د پلاوي د نه ټاکل کېدو لامل د حکومتي مشرانو اختلافونه دي. هغه پر حکومت غږ کړی دی چې خپل شخصي اختلافات دې یو طرف ته پرېږدي او ژر تر ژره دې له طالبانو سره د خبرو لپاره یو ټول شموله پلاوی وټاکي. نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم له ولسمشر غني سره په لیدنه کې ویلي، دی تمه لري چې ژر به په قطر کې د بین الافغاني خبرو بهیر پیل شي او حکومت باید ورته پوره چمتوالی ولري.




































