اجراییه رییس عبدالله عبدالله وایي، د سولې پروسه په دې مانا نه ده چې ټاکنې باید وځنډېږي. له اجراییه ریاسته په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، سوله د ټولو افغانانو هیله ده خو ټاکنې بیا هغه څه دي چې د همدې افغانانو سرنوشت ټاکي. نوموړي زیاته کړې، طالبان له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته د واک تر لاسه کولو په لټه کې دي. عبدالله یوې غونډې ته په وینا کې ویلي، د طالبانو سر زوري د روانې جګړې او وینې تویولو یوازینی لامل دی. هغه وویل، په داسې حال کې چې د سولې خبرو لپاره زمینه برابره شوې خو په خبره یې طالبان د نامعقوله بهانو په لټه کې دي.




































