د تدبیر او پرمختګ ټاکنیز ټیم مشر فرامرز تمنا، د ولسمشر او اجراییه رییس د کار دوام د افغان ولس، ډیموکراسۍ او اساسي قانون پر وړاندې کودتا بولي او وايي، د غبرګولي له لومړۍ نېټې وروسته د ولسمشر او اجراییه رییس په واک کې پاتې کېدل د قانون خلاف دي او باید له ټاکلي وخت وروسته یې خپلې چارې سرپرستانو ته سپارلې وای. فرامرز تمنا وایي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د بودیجې له کسر او د کارکوونکو په ګومارنه کې له ستونزو سره مخ دی او باید ولسمشر هغه پیسې چې اوس یې د خپل کمپاین لپاره لګوي، د کمېسیون په واک کې ورکړي څو ولسمشرۍ ټاکنې په ټاکلي وخت ترسره شي. دی همدار راز د ولسمشرغني له لوري د زیاتو پیسو لګول له ټاکلې مودې وړاندې ټاکنیز کمپاین بولي.




































