ولسمشر غني د قرغیزستان پلازمینې بشکیک ته تر سفر مخکې د دیني عالمانو سرتاسري شورا له مشرتابه سره په ارګ کې د لیدنې پر مهال ویلي چې دسولې برخه کې نړیواله اجماع رامنځته شوې او امریکا اوس د افغان حکومت د سولې طرحه تعقیبوي. نوموړي د امریکا له لوري د افغان حکومت د سولې طرحې د تعقیب لامل د افغان حکومت دریځ یاد کړ او زیاته یې کړه چې افغان حکومت د بین الافغاني خبرو کلک ملاتړی دی او په دې برخه کې به هیڅ راز هڅې دریغ نه کړي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې افغان حکومت تل پر امریکا نیوکه کوله چې له طالبانو سره په خپل سر خبرې کوي او خپله شخصي اجنډا تعقیبوي.




































