د پکتیکا د ګومل ولسوالۍ قومي مشران په یاده ولسوالۍ کې د ملکي کسانو له وژنې وروسته د غبرګون په ډول ښرنې ته راغلي، دوی وايې په یاده سیمه کې له تېرو شلو ورځو راهیسي ناورین ته ورته حالت رامنځته شوی، بې شمېره بې پیلوټه بریدونه ترسره کیږې او په خبره يې یوازي ملکي کسان هدف ګرځوي. دوی وايې د تېرو شلو ورځو په ترڅ کې د یادو عملیاتو پر مهال داسي کسان په نښه شوي چې دولتي دندي لري او همدارنګه محصلین او زده کوونکي دي. قومي مشران وايې خلک له وروستیو بمباریو څخه داسي یو حالت ته رسیدلي چې له کورونو نه شي وتلی، د خوراکي او نورو توکو له نشتوالي سره مخ دي، د ناروغیو پېښېدو او نورو اړتیاوو پرمهال تګ راتګ خورا ستونزمن شوی دی. دوی وايې که دا وضعیت همدا ډول دوام پیدا کړي او دولت د ملکي کسانو د مخنیوي لپاره اقدام ونه کړي، تر لوړو چارواکو او نړیوالي ټولنې به خپل غږ ورسوي.




































