په داسې حال کې، چې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره یوازې درې میاشتې او ۱۶ ورځې وخت پاتې دی، د ټاکنو خپلواک کمېسیون تر اوسه د ولسمشریزو ټاکنو بودجه نه ده مشخصه کړې. د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسولین د کمېسیون په ځینو برخو کې د اصلاحاتو خبره کوي او وایي، چې ډېر ژر به دغه اصلاحات پلي شي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس وایي، چې د تقویتي ثبت نام له پیل تر اوسه په ټول افغانستان کې ۱۴ زره کسانو بیا خپل نومونه ثبت کړي دي. خو پر ټاکنو څارونکې ادارې د ټاکنیزو کمېسیونونو کړنې ناکامې بولي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس د څرګندونو پراساس د حکومتي ادارو د نه همکارۍ له امله په غزني ولایت کې د تقویتي ثبت نام بهیر له ستونزو سره مخ دی او د بادغیس په بالامرغاب، د زابل دایچوپان او د تخار په خواجه غار کې د جګړو له امله یو مرکز هم نه دی پرانستل شوی.




































