د چين ولسمشر پردې سربېره چې وايي د افغانانو په رهبري او مالکیت د روغې جوړې همه شموله پروسې ملاتړ کوي، ژمنه وکړه چې پاکستان به د افغانستان سولې په برخه کې مرستې کولو ته وهڅوي. له ارګ څخه په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني قرغیزستان ته د خپل رسمي سفر په لومړۍ ورځ د چین ولسي جمهوریت جمهور رئیس شي جینګ پينګ سره وکتل. سرچينې د ولسمشر غني په حواله ليکلي چې افغان سوله د ټولې سیمې په ګټه او له طالبانو سره د سولې مذاکراتو لپاره سیمه ییزه اجماع کې او همدارنګه د سولې له تړون وروسته د چین رول ارزښتناک او همکاري مهمه ده. نوموړي له طالبانو سره له سولې وروسته د تروریزم پر وړاندې د مبارزې لپاره د سیمه ییزه همکارۍ دوام حتمي وباله او د چین له همکاریو څخه په مننې کولو سره یې وویل، د سیمه ییز اتصال له لارې افغانستان او چین ورځ تر بلې یو بل ته نږدې کېدونکي دي. د چین ولسمشر د چین او افغانستان تر منځ دوستانه مناسباتو ته په اشارې سره وویل، هېواد به یې له افغانستان سره د انکشافي همکاریو ترڅنګ د سوداګرۍ په برخه کې د زعفرانو، جلغوزیو او نورو وارداتو کچه زیاته کړي. ده وویل، چین د افغانانو په رهبري او مالکیت د روغې جوړې همه شموله پروسې ملاتړ کوي. نوموړي په افغان سوله کې د پاکستان همکاري مهمه وبلله او ژمنه یې وکړه چې هغوی به په دې برخه کې مرستې ته وهڅوي.




































