د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازی نیکولاس کي وايي، طالبان باید د افغان حکومت د استازو په ګډون له ټولو اړخونو سره بین الافغاني خبرو ته حاضر شي. نوموړي نن په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې اوسنی وضعیت په تېرو ۴۰ کلونو کې د سولې لپاره یو ښه فرصت دی. هغه زیاته کړې، په داسې حال کې، چې افغانان د روان تاوتریخوالي پای ته رسېدل غواړي نو طالبان هم باید د افغانانو دغه غوښتنه ومني. نیوکولاس کي ویلي، ناټو په افغانستان کې سولې ته د رسېدو لپاره له افغان حکومت او افغانانو سره له نږدې کار کوي. د ناټو ملکي استازی داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې ټاکل شوې راتلونکې جولای میاشت په قطر کې د افغان سولې په اړه بین الافغاني مذاکرات تر سره شي. افغان حکومت تل د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره له طالبانو سره پر مخامخ خبرو ټینګار کړی، خو طالبانو یې په ځواب کې له مخامخ خبرو څخه ډډه کړې ده.




































