د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد وايي، که ایران د افغان سولې بهیر کې امریکا ته خنډ جوړ کړي د امریکا له جدي عکس العمل سره به مخ شي. خلیلزاد تېره شپه په کابل کې له یوه خصوصي ټلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې ایران باید له امریکا سره خپل سیاسي جنجالونه په افغانستان کې تر سره نه کړي. خلیلزاد داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې د امریکا او ایران اړیکې یو ځل بیا ترینګلي شوي دي. خو افغان چارواکو تر دې مخکې ویلي و چې د ایران او امریکا کړکېچ به پر افغانستان اغېز ونه کړي. خلیلزاد له اسلام اباد څخه هم غوښتي چې د امریکا او نوري نړۍ ترڅنګ له افغانستان سره هم خپلې اړیکې ښې کړي. هغه ویلي، په تېرو څو کلونو کې د امریکا او پاکستان اړیکې ستونزمنې او پېچلې وې خو زیاته یې کړه چې امریکا له دغه هېواد سره د ښو اړیکو غوښتونکې ده. خلیلزاد همدارنګه ویلي، چې طالبان د سولې تر موافقې وروسته له امریکا سره په سیاسي او اقتصادي برخو کې دومداره اړیکي غواړي. نوموړي زیاته کړه امریکا چمتو ده چې د افغانانو ترمنځ د سولې تر هوکړې وروسته له طالبانو سره افغانستان کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.




































