په افغانستان کې د پوليو د ناروغانو شمېر د ۲۰۱۶ کال په پرتله زيات شوی دی. د فرانسې خبري آژانس د خبر له مخې په ۲۰۱۱ کال په افغانستان کې د پوليو د ناروغۍ ۸۰ پېښې ثبت شوې وې. دغه پېښې تر ۲۰۱۶ کال پورې ۱۳ ته راټيټې شوې. خو اوس بيا د يادې ناروغۍ پېښې زياتې شوي دي. د راپور له مخې په روان کال کې په ټول هيواد کې ۲۱ اړونده پېښې ثبت شوي دي. که څه هم چې په افغانستان کي د پوليو ضد د ماشومانو واکسينول اجباري دي، خو په زياتو کليوالو سيمو کي د واکسين عملي کول يوه لويه ننګونه ده. همدارنګه کومې سيمې چي د وسله والو طالبانو تر واک لاندې دي، هلته پر واکسين کله نا کله بنديز وي.




































