په کابل کې د ایران سفارت وایي، د مارشال قسیم فهیم د پوهنتون مخې ته په ځانمرګي برید کې د ایران د لاس لرلو ادعا بې بنسټه ده. په کابل کې د ایران سفارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي ، چې په دې برید کې د ایران ښکېلول بې ځایه او ناسم تور دی. د ایران سفارت وایي، امریکا دغه تور داسې مهال پر ایران لګوي چې هیواد یې په افغانستان کې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې همکاري کړې او لاهم په دې برخه کې پرخپلو ژمنو ولاړ دی. د ایران سفارت وایي، هیواد یې هېڅکله هم نه غواړي چې له یوشمېر هیوادونو سره شته اختلاف افغانستان ته راوړي.



































