د ولسي جرګې د ریاست پر سر د راپورته شوي جنجال یوه میاشت واوښته، خو وکیلانو دې ستونزې ته حل لار موندلو کې ناکام او سره اختلاف لري. د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي یاد جنجال ددې لامل شوی چې د مقننه قوې چارې وځنډېږي، ۱۰۰ تقنني سندونه د څېړلو لپاره په میزونو پراته دي، د کابینې ډېری وزیران سرپرستان او امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خراب شوی دی. وکیلان وايي د جرګې تالار دننه د قومي اوسمتي مسایلو مطرح کول او ورته لمن وهل د جرګې ریاست پر سر راپورته شوې شخړه اوږده کړې او ولسي جرګه یې له خپل اصلي کاري مسیر څخه راګرځولې ده. په ورته مهال د جرګې یو شمېر نور غړي وايي د جرګې ریاست پر سر راپورته شوی جنجال باید له قانوني لارو حل شي.




































