د لوګر د پوهنې رياست چارواکي وايي چې د دغه ولایت په محمد اغې ولسوالۍ کې د خلکو له خوا تړل شوي ښوونځي بېرته پرانيستل شوي دي. شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د محمداغې ولسوالۍ د ده نو اوسېدونکو د خپلې سيمې لس ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړلي وو. د یادې سیمې اوسېدونکو ویلي وو چې پاڅون کوونکو د دوى په سيمه کې پوستې جوړ کړې او دوی د جګړې له ویرې خپل اولادونه ښوونځيو ته نه شي لېږلی نو ځکه یې دا کار کړی دی. دوى ويل تر هغه چې دغه پوستې نه وي لرې شوې، دغه لس ښوونځي به تړلي وي. د لوګر د پوهنې رياست وياند محمد شاپور عرب وایي چې تر جرګو او مرکو وروسته نن بیرته د ده نو سيمې د هلکانو او نجونو ښوونځي بېرته پرانيستل شوي دي.




































