پر ایران د امریکايي بندیزونو په سختېدو سره دغه هېواد ته له افغانستانه د امریکايي ډالرو د قاچاق بهیر چټک شوی دی. یوې دولتي سرچینې بي بي سي ته ویلي، چې په تېر زېږديز کال کې له افغانستانه نږدې پنځه میلیارده ډالر په ناقانونه توګه بهر ته ایستل شوي دي. سرچینه زیاتوي چې دا اټکل د مرکزي بانک د مالي استخباراتو د موندنو په بنسټ شوی دی. دې سرچینې ویلي، چې سږکال پر ایران د بندیزونو له لا سختېدو وروسته اوس اټکل کوي، چې د سږ کال تر پایه به تر پنځو میلیاردو زیات ډالر قاچاق شي. د لوېدیځو ولایتو د بانکونو ریاست هم اندېښنه څرګنده کړې، چې پر پولو د دغه کار د مخنیوي لپاره اړین څار او مخنیوی نشته. یادې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي ویلي، ډالر لکه نشه يي توکي له نا رسمي پولو او دښتو بهر ته نه ځي بلکې له رسمي پولو او د ځینو چارواکو په مرسته لېږدول کیږي.