د ننګرهار ولایت چارواکي وایي چې د جلال اباد- تورخم پر لویه لار د یاد ښار په نهمه ناحیه کې ترافیکي پېښې له امله اووه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د والي وياند عطاالله خوږياڼي ويلي، د مرکز جلال اباد ښار نهمه ناحيه کې د جلال اباد- تورخم پر لويه لار د يو مسافر وړونکي مارسډيز او الټو موټرو ترمنځ ټکر شوی دی. نوموړی وايي، په دې ترافيکي پېښه کې درې کسان مړه شوي او څلور نور ټپيان دي چې د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي. خوږیاڼي زیاته کړې چې په مړو کې يوه ماشومه هم شامله ده او د ټپيانو روغتيايي وضعيت نازک ښودل شوی دی. د والي وياند وایي، پېښه د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې او پوليسو يې څېړنه پيل کړې ده.




































