د ملي امنيت سلاکار امنيتي بنسټونو ته سپارښتنه کړې چې په ننګرهار کې د جنایي جرمونو، ترهګريزو فعالیتونو، اختطاف او سازمان شویو ترورونو د مخنیوي لپاره جدي هڅې وکړي. د ملي امنيت شورا له دفتره رسنیو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د امنیتي سکټور ناسته کې د ننګرهار په ګډون د ځینو ولایتونو پر امنیتي وضعیت بحث شوی دی. سرچينه زياتوي، ملي امنیت سلاکار د امنیتي بنسټونو د مسوولینو له راپور اورېدو وروسته هغوی ته دنده وسپارله چې د ننګرهار ولایت د لا زیات امنیت ټینګښت او دغه ولایت کې د جنایي جرمونو، ترورېسټي فعالیتونو، اختطاف او سازمان شویو ترورونو د مخنیوي لپاره جدي هڅې وکړي.




































