تر اوسه د ولسي جرګې نږدې ۱۲۰ وکیلانو خپلې وسلې او دولتي امکانات نه دي سپارلې. د ولسي جرګې دارالانشا وایي، تر اوسه نږدې ۱۲۰ پخوانیو وکیلانو خپلې وسلې او دولتي امکانات حکومت ته نه دي سپارلي. د دارالانشا اداري او پالیسي مرستیال رحیم غالب وایي، دوی امنیتي ارګانونو ته رسمي مکتوب لېږلی دی خو تر اوسه پورې یې اقدام نه دی کړی. د قانون پر بنسټ حکومتي چارواکي باید د دوی د دندې له ختمېدو سره دولتي امکانات خپلو اړوندو ادارو ته وسپاري. د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي، هغه شمېر وکیلان چې خپلې وسلې او نور امکانات یې نه دي تسلیم کړي د یو شمېر لوړپوړیو حکومتي کړیو له خوا یې ملاتړ کېږي.




































