يو هندي چارواکى وایي، افغانستان له پاکستان وروسته ډېرې سوداګریزې اړیکې له هند سره لري او چابهار بندر د افغانستان او هند د سوداګریزو اړیکو د پياوړتیا او دوام ښه وسیله ده. د هند د صادراتو او وارداتو بانک مرستیال دیباسیش ملک تېره ورځ په ممبيي ښار کې هند ته له ورغلو افغان خبریالانو سره د لیدنې پر مهال وویل چې دغه بانک په تېرو څو کلونو کې د افغانستان له حکومت سره شاوخوا اووه میلیونه امریکایي ډالره مرسته کړې ده. هغه وویل، له دې سره سره چې هند ډېرې سوداګریزې اړیکې له امریکا او چین سره لري، خو د سارک سازمان په حوزه کې يې افغانستان پنځم لوی سوداګریز ملګری هېواد دى. دى زیاتوي چې افغانستان او هند ډېرې پخوانۍ سیاسي، ټولنيزې او اقتصادي اړیکې لري او د ايران چابهار هغه سوداګریز بندر دی چې له لارې به یې دغه اړیکې لا نورې هم پياوړې شي. د ده په وینا، هند کرنیزو توکو ته هم اړتیا لري او افغان سوداګر کولای شي دغه توکي تر هنده ورسوي.