افغان جګړه ورځ په ورځ خونړۍ کېږي، خو د سولې روانې هڅې د دغه جګړې پر کمولو بې اغېزې دي. تازه د افغان حکومت یوه لوړپوړي چارواکي د خونړۍ جګړې د تلفاتو په اړه نوې څرګندونې کړې دي. پرون په مسکو کې د اوفای امنیتي غونډه وه. په دې غونډه کې د افغانستان او سیمې د هېوادونو مهمو امنیتي چارواکو ګډون کړی و. د افغانستان په استازیتوب د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د دغه غونډې ګډونوال و. محب غونډې ته د خبرو پر مهال وویل، چې هره ورځ نږدې پنځوس کسان د ترهګرۍ پر وړاندې د روانې مبارزې په لړ کې قرباني ورکوي.
د محب په خبره، افغانستان نه یوازې په سیمه کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ برخه کې دی، بلکې دا هڅه هم کوي چې د سیمې د هېوادونو امنیت خوندي وي او له ټولو سره په پوره همکارۍ شته تهدیدونه له منځه یوسي. نوموړي ويلي: ((افغانستان د جګړې په لومړۍ کرښه کې دی، په سیمه کې د ترهګرۍ د ځپلو لپاره هره ورځ پنځوس کسه قرباني کېږي. خو دا ثابتوي چې د جګړې لومړۍ کرښه ده او د سیمې هېوادونه باید پوره همکاري وکړي)).
د اوفای په امنیتي غونډه کې حمدالله محب ویلي، چې افغانستان له نړیوالې ترهګرۍ سره د روانې مبارزې په لومړۍ کرښه کې دی او له همدې امله د تلفاتو کچه هم دومره لوړه ده. د محب په خبره، په سیمه کې له ترهګرو سره د یو ځای کېدو لپاره زرګونه تنه، په ناقانونه توګه له پولو اوړي را اوړي، روزنه ويني او افغان وګړي په نښه کوي، نو اړتیا ده چې د سیمې هېوادونه د دغه تګ راتګ د مخنیوي لپاره له افغانستان سره همکاري وکړي. هغه دا نه ده په ډاګه کړې چې ترهګر پر کومو پولو اوړي را اوړي، خو تر ډېره ویل کېږي چې ترهګرې ډلې په پاکستان کې روزل کېږي او تر هغه وروسته افغانستان ته راځي او په ورانکاره فعالیتونو لاس پورې کوي.
د ملي امنیت شورا سلاکار نشه يي توکي د ترهګرۍ د تمویل تر ټولو ستره سرچینه بللې او زیاته کړې یې ده، چې ترهګر او د نشه یي توکو قاچاق کوونکي د یوې سیکې دوه مخه دي، نشه يي توکي د ترهګرۍ د عوایدو اصلي سرچینه پېژندل کېږي چې کلنی ارزښت یې میلیاردونو ډالرو ته رسېږي او له دې پدېدې سره مبارزه سیمه ییزې همکارۍ او قوي هوډ ته اړتیا لري. محب دغه راز له مالي جرمونو سره مبارزه هم د سیمه ییزو هېوادونو د امنیت د تامین لپاره تر ټولو مهمه چاره بللې ده. نوموړي ویلي: ((د پیسو له سپینولو سره مبارزه، د نه ثبت شویو حوالو د سیسټمونو له لارې د ناقانونه پیسو معاملې او په سیمه کې د خیریه اصطلاح له لارې د ترهګرو د تمویل لپاره فعالیتونه، هغه موارد دي چې باید څارنه ورباندې ډېره شي)).
نوموړي پر پولو د امنیت د تامین لپاره د اړینې همکارۍ پر نشتون هم خبرې کړې دي. د نوموړي په خبره، د سیمې د هېوادونو ترمنځ د امنیت د تامین لپاره تر دې دمه همکاري پيکه ده او په سرحدي سیمو کې پراخې همغږۍ ته اړتیا لیدل کېږي. محب ویلي: ((په سیمه کې د پولو د مدیریت په برخه کې ګډې همکارۍ، په ټاکلي وخت کې د معلوماتو شریکول او همدا راز له ګواښونو سره د مبارزې لپاره د وړ او ګټورې ټکنالوژۍ کارول هم اړین او مهم دي)).
په افغانستان کې د روانې جګړې د ډېرو تلفاتو او سیمه ییزو همکاریو د کموالي په اړه داسې مهال څرګندونې کېږي، چې له طالبانو سره د سولې خبرې هم روانې دي. دغه ډلې د خبرو د مهمو پړاوونو د پیل لپاره د بهرنیو ځواکونو د وتلو د مهالوېش اعلان مخکینی شرط بللی دی. امریکا بیا وايي چې یا به پر ټولو مواردو هوکړه کېږي او یا پر هېڅ شي هوکړه نه کېږي.




































