وسله وال طالبان وايي امریکا منلې چې خپل ټول ځواکونه به له افغانستان وباسي. د وسله والو طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین په تازه څرګندونو کې ویلي، خلک له امریکا سره په خبرو کې د پرمختګ په اړه پوښتنه کوي، خو په دې برخه کې پرمختګ شوی دی. دده په وینا تر دې مهم پرمختګ نشته چې امریکا منلې خپل ټول ځواکونه به له افغانستان وباسي. د سهیل شاهین په وینا امریکا دغه راز منلې چې د افغانستان په چارو کې به هېڅ راز مداخله نه کوي. تر دې وړاندې بیا امریکایي چارواکو ویلي، چې د ځواکونو پر سر به دومره ژر هوکړه و نه کړي، تر هغه چې پر نورو مواردو هوکړې نه وي رامنځ ته شوې.




































