په داسې حال کې چې خلیلزاد او طالبانو د سولې خبرو کې د پرمختګونه خبره کړې ده، په کابل کې د ناټو ملکي استازی نیکولاس کې وایي، تر بل هر وخت ډېر اوس دې ته شرایط برابر شوي دي چې جګړې ختمې او په افغانستان کې سوله ټینګه شي. نوموړي په خپله تازه مرکه کې ویلي، دا هغه وخت دی چې نور باید جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي ځکه طالبانو هم دې مسئلې ته شین څراغ ورکړی دی او د دې شخړې پر سوله ییز حل باورمند شوي دي. کې زیاته کړې، د امریکا او طالبانو د خبرو تېرو پړاونو ته په کتو دا تمه شته چې بلاخره به دا جګړه ختمېږي او خبرې به مثبتې پایلې ورکوي.




































