په افغانستان کې د هند پخواني سفیر امیر سینها له یوې خصوصي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې پاکستان کلونه د طالبانو پالنه وکړه، خو اوس چې ګوري دغه ډله له حکومت سره خبرو ته نږدې شوې ده، نو د خپلو سیاستونو او لوبو د مخ ته بېولو لپاره یې داعش ډله رامنځ ته کړې ده. دده په وینا پاکستان نه غواړي په سیمه کې د خپلو سیاستونو او روانو لوبو خاتمه وویني له همدې امله یې د ګڼو لویو او وړو ترهګرو ډلو په جوړولو لاس پورې کړی دی. امیر سینها وايي، لومړني شواهد ټول دا ښيي، چې د داعش ډلې ۷۰ سلنه غړي پاکستانیان دي او دغه ډله د پاکستان د پوځ او استخباراتو ملاتړ له ځان سره لري. امیر سینها زیاته کړې، چې پاکستان په تېرو ۱۸ کلونو کې د طالبانو لپاره تر ټولو امن ځای و او دغه هېواد یې روزنه او پالنه کوله، خو اوس به یې پر ځای دغه ماموریت دداعش ډلې په مقابل کې مخ ته وړي.




































