د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازي او د یوناما مشر تادامیچي یامامتو پرون د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان په اړه وینا وکړه. نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، چې تېر کال اوربند هیله بښونکی و، خو تر هغه وروسته ۱۲ میاشتو جګړو افغانانو سخت ځورولي دي. دده په خبره د سولې په برخه کې هیلې ټوکېدلي دي، د نړیوالو ذهن د سولې هوکړې رامنځ ته کېدو ته تیار شوی دی او دغه رامنځ ته شوی فرصت باید ضایع نه کړل شي. هغه همدا راز پر ټولو اړخونو غږ کړی چې په افغانستان کې دې په سوله او ټاکنو کې پراخه همکاري وکړي. دده په خبره راتلونکې تاکنې ښيي چې افغانان سولې او ولسواکۍ ته ژمن دي. تادامیچي پر نړیوالو غږ کړی چې د ترهګرۍ پر وړاندې د روانې مبارزې په برخه کې هم د افغانستان ملاتړ وکړي او په دغه هېواد کې د روان وضعیت په سمولو او سولې راوستلو کې خپله همکاري و نه سپموي.




































