د راپورونو له مخې نن سهار په جلال اباد ښار کې یوې چاودنې یو کس وژلی او ۱۷ نور یې ټپیان کړي دي. د ننګرهار ځايي چارواکي هم دغه پېښه تاییدوي خو په اړه یې نور معلومات نه ورکوي. د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي ویلي چې په پېښه کې یو کس وژل شوی او ۱۷ نور ټپیان دي. دده په خبره د چاودنې نوعیت تر اوسه نه دی مشخص شوی او په دې اړه به نور معلومات وروسته له رسنیو سره شریک کړل شي.




































