د لوګر د ازرې ولسوالۍ اوسېدونکي او سیمهییز چارواکي وايي چې دغه ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخامخ ده. دوی وايي، چې وسله والو طالبانو دغه ولسوالۍ ته څلور غځېدلې لارې تړلي او حتی پلي کسانو ته هم د تګ راتګ اجازه نه ورکوي. ازره د لوګر لیرې پرته او ستراتېژیکه ولسوالي ده چې له پکتیا، ننګرهار او کابل ولایت سربېره د خېبر پښتونخوا له پاړا چنار سره هم نښتې ده. دا لومړی ځل نه دی چې دغه ولسوالۍ د طالبانو له لوري محاصره کېږي، بلکې تېر او وړم کال هم وسلهوالو طالبانو محاصره کړه او هلته سختې نښتې وشوې. د لوګر والي محمد انور خان اسحاقزی د طالبانو له لوري د ازرې ولسوالۍ محاصره کېدل تاییدوي، خو ټینګار کوي چې د دې ستونزې د هواري لپاره له دفاع وزارت سره خبرې کوي.




































