د ټاکنو کمیسیون یو غړی مولانا عبدالله وایي، ولسمشر ته نږدې کسان یې په کارونو کې لاسوهنه کوي او دوی خپل کار ته نه پرېږدي. عبدالله چې نن یې په کابل کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې وویل، ولسمشر شخصاً د دوی په کار کې مداخله نه ده کړې خو هغه ته نږدې کسان یې د کار پر وړاندې خنډ جوړېږي او دوی نه شي کولی په خلاص لاس کار وکړي. نوموړي وویل، دی ولسمشر ته د نږدې کسانو له لورې د دوی په کارونو کې د لاسوهنې اسناد هم لري او که اړتیا یې پیدا شي چمتو دی وړاندې یې کړي. عبدالله زیاته کړې چې ارګ کې ځینې کسان دوی ته د خپلو کسانو د ګمارلو سپارښتنې هم کوي او دغه راز ددې کمیسیون پر لوړو پوسټونو ګمارل کېدونکي کسان هم له ارګه معرفي کېږي. هغه وویل د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندان ټاکنو کمیسیون کې د نفوذ پیدا کولو په هڅه کې دي.




































