په کابل کې د امریکا سفیر جان باس وایي، د افغانستان نوي پارلمان خپله دنده په سمه توګه نه ده ادا کړې او وکیلان خپلې شخصي ګټې تر ملي هغو پورته ګڼي. نوموړي چې نن یې په کابل کې د رسنیو له مشرانو سره خبرې کولې وویل، د ولسي جرګې دغه کړکېچ د افغان ځواکونو روحیه تضعیف کوي او دغه راز د هېواد پر سیاسي وضعیت هم بد اغیز لري. هغه وویل پارلمان باید خپله دنده سمه ادا کړي او ملي ګټو ته ژمن اوسي. نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې وکیلان هره ورځ د ریاست پر سر د راپورته شوي کړکېچ حلولو لپاره سره راټولېږي خو د یاد ریاست د دوو مخکښو نوماندانو میررحمان رحماني او کمال ناصر اصولي د پلویانو ترمنځ ناندرۍ ددې باعث کېږي چې ستونزه له یوې ورځې بلې ته پاتې شي.




































