د کډوالو چارو وزیر سيد حسين عالمي بلخي وايي، چې له ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۸ کاله پورې شااوخوا درې میلیونه پناه غوښتونکي بېرته هېواد ته را ستانه شوي خو دوو میلیونو نورو د نا امنیو له امله افغانستان پرېښی دی او روان کال هم د راستنېدونکو شمېر کم دی. د نا امنیو تر څنګ په وروستیو کلونو کې طبعي پېښو هم زرګونه کسان له خپلو سیمو بېځایه کړي دي چې د ډیرو بېځایه شویو کورنیو وضیعت د اندېښنې وړ بلل کېږي. پاکستان او ایران له هغو هېوادونو دي، چې میلیونونه افغان کډوال پکې مېشت دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ دفتر وايي، هڅه کوي څو د داوطلبه کسانو د بېرته راتګ لپاره زمینه برابره کړي. د کډوالو او بېرته راستنېدنکو چارو وزارت خبر درای ورکوي چې که په کور د ننه د بېځایه شویو وضیعت جدي پاملرنه ونشي ډیری هغه به یې هېواد ترک کړي.




































