د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي چې د خړ کمر له پېښې نه وروسته د غورځنګ د مشرانو او ملاتړو خلاف سخت اقدامات پیل شوي دي. پښتین په یوه مرکه کې ویلي دي چې په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړیو ضد سخت اقدامات پیل شوي دي او د هغه نږدې ملگري چې محسن داوړ او علي وزیر پکې شامل دي، نیول شوي دي. د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور دا تورونه رد کړي چې گنې د تحریک ضد یې کوم ډول گامونه پورته کړي دي. اصف غفور ویلي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ضد یې اقدامات نه دي کړي او زیاته کړې یې ده چې ځینې کسان غواړي د نسل او ژبې د تفرقې نه گټه پورته کړي او د جنگ نه وروسته د دغې سیمې پښتانه ولمسوي. د پښتون ژغورنې غورځنګ وایي چې په خړ کمر کې د پاکستاني پوځ په ډزو کې ١٣ تنه وژل شوي دي.




































