کرنې وزارت د امریکا نړیوالې پرمختیايي ادارې په همکارۍ د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په منظور نن د هند په ممبيي ښار کې د کورنیو تولیداتو دوه ورځنی نندارتون جوړ کړ. د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي وویل، په دغه نندارتون کې چې د افغانستان کرنیز محصولات نندارې ته وړاندې کېږي، لوړپوړي دولتي چارواکي ګډون کوي. هغه زیاته کړه چې په نندارتون کې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو په ۵۷ غرفو کې وچه او تازه مېوه، زعفران، طبي بوټي او نور کرنیز محصولات د دوو ورځو لپاره نندارې ته اېښودل کېږي. نوموړي وویل چې تر اوسه تر ۸۰۰ ډېرو سوداګرو او هندي کمپنیو نوملیکنه کړې او ټاکل شوې له دغه نندارتون څخه لیدنه وکړي. رستمي څرګنده کړه چې دغه نندارتون به د هېواد محصولاتو او تولیداتو د پېژندنې او بازارموندنې په برخو او دغه راز د افغان او هندي متشبثینو ترمنځ اړیکو کې اغېزناک تمام شي.




































