د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړې ادارې (سیگار) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې امریکا له ٢٠٠٢ کال څخه تر اوسه د افغانستان په امنیتي او دفاعي برخو څه دپاسه ٨۴ میلیارده ډالر لگولي، خو دغه ځواکونه لا هم سم نه دي تنظیم شوي. راپور کې ویل شوي، چې له افغانستان سره د امریکا د مرسته شویو پیسو د څار د مختلفو بنسټونو ترمنځ لازمه هم آهنگي نشته. سیگار همدارنګه وایي امریکا افغانان څه ډول چې لازم دي په تصمیم نیونه کې نه دي دخیل کړي او سیستمونه یې د هغوی سره له لازمې مشورې پرته پلي کړي دي. د سیگار د راپور پر بنسټ په افغانستان کې داسې سیستمونه رامنځته شول چې افغانان د امریکایانو له ملاتړ پرته له هغې څخه د ګټې اخیستلو توان نلري.




































