په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د حکومت د مداخلې په تړاو د کمېسیون د مسوولانو له اعتراف وروسته، پر ټاکنو څارونکي بنسټونه د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د پایلو په تړاو اندېښمن دي. یاد بنسټونه وایي، حکومت سر له اوسه هڅه کوي چې په دې بنسټونو کې د خپلې خوښې وړ کسان وګماري او په دې ډول هڅه کوي راتلونکې ټاکنې مهندسي کړي. فیفا وایي، د ټاکنیزو کمېسیونونو په چارو کې مداخله به یوځل بیا ټاکنیز بحران رامنځته کړي چې د هېواد لپاره به ناوړه پایلې ولري. دغه څارونکي بنسټونه ولسمشریزو ټاکنو ته د ځینو نوماندانو مخکې له وخته کمپاینونو باندې هم نیوکه کوي او وايي، هر نوماند له بېلابېلو لارو کمپاینونه کوي. هغوی وایي، یوشمېر نوماندان چې په حکومت کې د خیل دي له خپل صلاحیت څخه په استفادې پر یادو بنسټونو فشار اچوي. خو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مسوولان وایي په دې برخه کې جدي دي او اجازه نه ورکوي چې نوماندان له وخت وړاندې کمپاین وکړي.




































