د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي، چې په افغانستان کې به د خپلو ځواکونو شمېر اتو زرو ته راټيټ کړي. ده له ټایم مجلې سره په خبرو کې د ایران، سوریې او نورو هېوادونو پر روانو مسایلو خبرې کړې دي او تر څنګ یې ویلي چې په افغانستان کې به د خپلو ځواکونو شمېر راکم کړي. ډونالډ ټرمپ ویلي په افغانستان کې حالات ښه لوري ته روان دي او ډېر ژر به ښه خبرونه واورېدل شي نو له همدې امله د خپلو ځواکونو شمېر اتو زرو ته راښکته کوي. ټرمپ دداعش ډلې په اړه هم ویلي چې دغه ډله په افغانستان کې ځپل شوې، نو ځکه د امریکايي ځواکونو حضور ته اړتیا نشته ده. ټرمپ په خپله دغه مرکه کې د قطر خبرو ته اشاره نه ده کړې. د امریکا ولسمشر داسې مهال د ځواکونو د کمولو خبره کوي چې د طالبانو او خلیلزاد تر منځ د مخامخ خبرو بل پړاو هم پیلېدونکی دی.




































