د لوګر اوسېدونکي وایي، روانو ناامنیواو جګړو د دوی پر کار اوبار او سوداګریزو چارو ناوړه اغیز کړی دی. دوی وایي، نژدې هره ورځ په ښار او لویه لاره کې د جګړو او چاودنو شاهدان وي. ددغه ولایت د اوسېدونکو په خبره حکومت د امنیت په تامین کې پاتې راغلی دی او نا امنۍ په دغه ولایت کې ورځ تر بلې ډېرېږي. راپورونه همدا راز وایي چې ددغه ولایت یوازې د ولسوالیو مرکزونه او پاخه سړکونه د حکومت په کنټرول کې دي او پاتې نورې سیمې د وسله والو طالبانو له لوري اداره کېږي. لوګر د کابل په څنګ پروت ولایت دی چې تر ډېره یې امنیتي وضعیت پر پلازمینه کابل هم خپل اغېز کوي. امنیتي ادارې بیا وایي چې دوی د امنیت د تامین او خلکو د خوندیتوب لپاره وخت پر وخت عملیات کوي او د ترهګریزو فعالیتونو په مخنیوي کې هڅه کوي.