د سولې ولسي خوځښت چې په هلمند کې یې سلګونه کسان را غونډ کړي دي د جګړې پر ښکېلو غاړو یې د سولې غږ کړی دی. د دغه خوځښت په یوه غونډه کې چې په لښکرګاه ښار کې جوړه شوې وه، سلګونه کسانو پکې برخه اخیستې وه او د جګړې پر ښکېلو غاړو یې د جګړې د سملاسي درولو غږ کړی دی. د دې حرکت غړي وایي، د سولې په ملاتړ او جګړې ضد به د زرګونو هغو کسانو غږ پورته کړي چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې ژوند کوي او هره ورځ د همدې جګړې قرباني کېږي. دوی پر افغان حکومت او طالبانو غږ کړی دی چې ژر تر ژره جګړه ودروي او د سولې لپاره مټې را ونغاړي.




































