د هېواد د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د سیمې ثبات په نشه یي موادو پورې تړلی ګڼي او وړاندیز کوي چې ګاونډي هېوادونه دې له افغان حکومت سره په ګډه د نشه یي موادو پر ضد مبارزه وکړي. نوموړي دا څرګندونې د روسیې په اوفا ښار کې د ملي امنیت سلاکارانو غونډې ته په خبرو کې کړې دي. په دې غونډه کې د یو لړ نورو امنیتي مسائلو ترڅنګ د نشه یي موادو پر کښت او کاروبار هم خبرې شوې دي. محب د نشه یي توکو کښت، تولید او قاچاق د سیمې ثبات ته ستر ګواښ وباله او له ګاونډیو هېوادونو یې غوښتنه وکړه چې د دې بدې پدیدې پر وړاندې دې صادقانه مبارزه وکړي. نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې روسیې په وار وار افغانستان کې د نشه یي توکو د کښت او تولید پر ډېروالي اندېښنه ښودلې وه.




































