له شکونو او اندېښنو سره سره، د طالبانو او امریکا ترمنځ مخامخ خبرې په راتلونکو دوو ورځو کې پیلېږي. سره له دې چې طالبانو او امریکا په تېرو شپږو پړاوونو کې مخامخ خبرې کړې دي او ویل کېږي چې په دې برخه کې پرمختګونه هم رامنځ ته شوي، خو اوس اووم پړاو مذاکرات پيلېدونکي دي. وسله والو طالبانو لا له وړاندې ویلي چې په دې پړاو مذاکراتو کې به د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ډېر ټینګار کوي.
زلمی خلیلزاد اوس په قطر کې دی او ویل کېږي چې له طالب استازو سره یې مقدماتي لیدنې کړې دي؛ خو رسمي خبرې به په راتلونکې سه شنبه او چهارشنبه پیلېږي. سره له دې چې روانه اونۍ د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې پيلېدونکې دي، خو په کور دننه بیا د دغه مذاکراتو په اړه اندېښنې او شکونه موجود دي. په هېواد کې سیاسي فعالین او د سیاسي مسایلو شنونکي وایي، امریکا او طالبان یوازې پر هغه مسایلو خبرې کوي، چې په دوی پورې اړه لري، دوی د افغانانو خبرو ته ارزښت نه دی ورکړی.
دا چې په دې پړاو خبرو کې به تر ډېره پر کومو مسایلو خبرې کېږي، په اړه یې دقیق معلومات نشته، خو طالبانو ټینګار کړی چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش د دې پړاو خبرو مهمه اجنډا ده. څو ورځې وړاندې د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي وو، له امریکا سره په خبرو کې تر ټولو مهم پرمختګ دا دی، چې دغه هېواد به خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي. خو زلمی خلیلزاد بیا وایي، تر هغه چې پر ټولو مسایلو هوکړه نه وي شوې، یوازې د سرتېرو پر ایستلو به هوکړه و نه کړي.
اوس هم طالبانو ته نږدې سرچینې وایي، چې په اووم پړاو مذاکراتو کې به د طالبانو ټینګار تر ډېره له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه یوه توافق ته رسیدل وي، ځکه طالبان پر دې باور دي تر هغې، چې بهرني ځواکونه ونه وځي؛ اوربند او له حکومت سره خبرې نه کوي. د سیاسي چارو شنونکی وحید مژده وایي، طالبان غواړي چې تر هر څه وړاندې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي او په دې برخه کې دې هوکړه وشي. نوموړي ويلي: ((دوی ټینګار کوي چې بهرني ځواکونه دې لومړی ووځي، تر هغه چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې وي، دوی پر اوربند او بینالافغاني مذاکراتو بحث نه کوي)).
په ورته مهال له طالبانو سره د زلمي خلیلزاد څو پړاوه مذاکرات په کور دننه هم له نیوکو او شکونو سره مخ دي.
د افغانستان د نجات جبهې ریيس وایي، چې د سولې په تړاو د زلمي خلیلزاد پر نیت شک نه لري، خو د سولې د هڅو څرنګوالی یې د پوښتنې وړ دی، ځکه له طالبانو سره په خبرو کې تر ډېره هغه مسایل مطرح کیږي، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ وي نه د افغانانو د ستونزې د حل. ذبیح الله مجددي ویلي: ((د امریکا پر نیت شک نه لرو، خو د مذاکراتو څرنګوالی د پوښتنې وړ دی. دوی یوازې خپلې اندېښنې او خپل مشکلات مهم بولي، دلته باید د مذاکراتو څرنګوالی بدل کړل شي)).
له طالبانو سره د امریکا مخامخو مذاکراتو اووم پړاو داسې مهال پیلېدونکی دی، چې وسله والو طالبانو له امریکا سره تر خبرو مخکې د دغه هېواد له رقیبانو سره هم خبرې کړې دي. د طالبانو استازي چین او ایران ته تللي دي او له دوی سره یې پر ځینو مسایلو بحثونه کړي دي. بل پلو پرون په پاکستان کې هم د افغان سیاسیونو او پاکستاني چارواکو یوه ګډه غونډه جوړه شوې وه او پر افغان سوله یې خبرې کړې دي. دا چې د طالبانو او امریکایانو د اووم پړاو مذاکراتو پایلې به هم د تېرو په څېر مبهمې وي که به ښکاره پایله ولري؛ په اړه یې وړاندوینه ګرانه برېښي.




































