د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي هېچا ته به اجازه ور نه کړي چې په امنیتي او دفاعي ارګانونو کې فساد وکړي او په دې برخه کې یې پراخه مبارزه روانه کړې ده. ددغه شورا ویاند د سیګار د وروستي راپور په غبرګون کې ویلي، چې له فساد سره مبارزه یې له کابل پیل کړې او تر ولسوالیو پورې رسېدلې ده. سیګار په خپل یوه وروستي راپور کې ویلي وو، چې په افغانستان کې د پوځ په جوړولو ۸۴ میلیارده ډالر لګېدلي دي خو لا هم دغه پوځ منظم شوی نه دی. د سرچینې په خبره پر لګښتونو د قوي څار د نه موجودیت له امله ډېری پیسې بېځایه لګېدلې دي. خو اوس تازه امنیت شورا وایي چې دوی به د فساد په له منځه وړلو کې ګټور او مهم ګامونه پورته کړي.




































