د کونړ ولایت ځایي چارواکي وايي چې له څلورو ورځو راهیسې ددغه ولایت په چپه دره ولسوالۍ کې د طالبانو او داعش ډلې ترمنځ نښته روانه ده. د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم وايي، د چپې درې ولسوالۍ په غرنیو سیمو کې دواړه ډلې جګړه کوي چې یو بل ته یې مرګ ژوبله هم اړولې ده. دده په خبره په جګړو کې دداعش ډلې ۳۵ او د طالبانو ۱۶ وسله وال وژل شوي دي. مصمم زیاته کړې چې په دې جګړو کې وسله والو طالبانو له داعش ډلې یو شمېر سیمې هم نیولې دي.




































