د هرات اړوند د اسلام قلعې پر لویه لاره د ترافیکې پیښې له امله د دوو مېرمنو په ګډون ۷ تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ویلي پیښه تېره شپه هغه مهال رامنځته شوې کله چې یوه فیلډر موټر له یوه باروړونکي کماز موټر سره ټکړ کړی دی. جیلاني فرهاد وویل چې، په پیښه کې د دوو مېرمنو په ګډون څلور تنه ولسي وګړي وژل شوي او دغه راز د یوې میرمنې او ماشوم په ګډون درې تنه ټپیان دي.




































