د ولسي جرګې یو شمېر ناکامو نوماندانو د ریاست پر سر د ولسي جرګې د غړو ترمنځ پر رامنځته شوي کړکېچ د نیوکې ترڅنګ ګواښ کړی دی چې که د دې جرګې غړي خپلې ستونزې حل نه کړي دوی به موازي پارلمان اعلان کړي. د ملي شورا ۱۷مه تقنیني دوره ولسمشر غني د روان کال د غويي په شپږمه پرانیستله خو یاده جرګه تر اوسه اداري پلاوی او رییس نه لري. د ولسي جرګې د تېرې چهارشنبې ورځې په ناسته کې د دې جرګې غړو د رییس د موضوع پر سر تر اختلاف وروسته فزیکي شخړه وکړه او د ریاست ستونزه پر خپل ځای پاتې شوه.




































