د کډوالو وزارت د نړیوال سازمان د بېځایه کېدونکو د تعقیب سیستم د وروستي راپور له مخې وایي چې په افغانستان کې په شپږو وروستیو کلونو کې له هر درېيو افغانانو یو کس کډوال او یا بېځایه شوی دی. دغه مطلب د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي په خبري کنفرانس کې په ډاګه کړ. د کډوالۍ د نړیوال سازمان (IOM) رئیس هارټ لورانس بیا ویلي، په شپږو کلونو کې ۳.۵ میلیونه افغانان د وسله والو جګړو، له بشري حقونو څخه د سرغړونو او یا طبیعي پېښو له امله په کور دننه بېځایه شوي دي. د کډوالۍ نړيوال سازمان د مرکو پربنسټ، يواځې په ٢٠١٦ او ٢٠١٧ کلونو کې په اټکليزه توګه له يو ميليون څخه زيات افغانان په هر کال کې بېځايه شوي دي. د هارټ د معلوماتو له مخې، له ۲۰۱۲ کال راهیسې ۲.۳ میلیونه افغانانو هېواد پرېښى چې ۶۵ سلنه ایران ته، ۲۲ سلنه پاکستان او ۱۲ سلنه اروپایې هېوادونو او ترکيې ته تللي چې پر هغوى د هېوادونو له خوا د راستنېدو لپاره فشارونه د زیاتېدو په حال کې دي.




































