د راپورونو له مخې د خیبر پښتونخوا په غرنیو سیمو کې یو بس ډوله مسافر وړونکی موټر له سړک وتلی او اندوس سیند ته غورځېدلی. په پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ کسه وژل شوي دي. ځايي پولیسو ویلي چې پېښه د لارې د خرابوالي له امله رامنځ ته شوې ده. د سرچینو په وینا په بس کې ټول ټال تر ۲۵ پورې کسان سپاره وو، چې ځينې یې ټپیان دي.




































